په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د نهرین ولسوالۍ په قرغان مزار سیمه کې په پرونیو هوايي حملو کې نهه تنه طالب وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې په بمبارۍ کې د طالبانو څو سنګرونه او د سوق و ادارې یو مرکز هم ویجاړ شوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.