روسیه: د عدالت نړیواله محکمه دې د کریملین استدلال په پام کې ونیسي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د عدالت نړیواله محکمه په هغه دعوه کې چې اوکراین د روسیې پرضد پیل کړې ده، د کریملین استدلال پوره په پام کې ونیسي.

دې وزارت په دې اړه څرګندونې پرون په یوه بیان کې کړې دي.

له دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو دې اړوندې محکمې حکم وکړ چې دا صلاحیت ورکړل شوی، چې د کییف هغه شکایت چې وايي، روسیه د اوکراین په ختیځ کې له تروریستانو سره مالي مرسته کوي واوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي مسکو د عدالت له نړیوالې محکمې غواړي چې د کریملین استدلال واوري او بالاخره د اوکراین ادعا باطله اعلان کړي.