د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د هغه سلګونه وسله والو طالبانو پلانونه يي ورشنډ کړه چې غوښتل يي د دغه ولایت ګیزاب ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.
د دغه ولايت امنيې قوماندان جنرال محمد خطاب خنجري تيره ورځ وويل چې په ياده ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې تر ۱۱۵ وسله وال طالبان وژلي او ۲۶ نور یې ټپيان کړي دي.
دي وايي: "ټول ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ مهم قوماندان يي هم ووژل شول، لکه ملا سنګین، ملا جلیل، عربي، ملا رحمت الله ،تور زین الله، جمشدي او حمزه."
پر ګیزاب ولسوالۍ شااوخوا ۲۷ ورځې وسله والو طالبانو پرله پسې ډله ییز بریدونه وکړل.
خو وسله وال طالبان بیا د امنيتي چارواکو دغه ادعاوې نه مني او د زیات شمېر افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ادعا یې کړې.