د کابل حضوري چمن له بیا بیا رغولو سره سره نه د پخوا په شان شین شو او نه د لوبغاړو د لوبو په تود ډګر بدل شو.
احمد حسیب له خپلې لوبډلې سره هره ورځ حضوري چمن ته راځي او ورزش کوي، خو چمن پخوا و اوس سپېره ځمکه ده.
د کابل حضوري چمن په ځلونو ورغول شو، خو تر یو څه وخت تېرېدو بېرته په خرابه بدل شوی.
هغه وايي: "زموږ لپاره دلته د منډې وهلو زمینه برابره نه ده، ځکه دلته یو شمېر معتادین دي، په ډاډه زړه نه شو کولی ان خپلې جامې بدلې کړو، ټول فکر مو خپلو جامو ته وي، هیله لرم چې دا میدان له سره ورغوي."
حضوري چمن له کورنیو جګړو مخکې او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته هم د تفریحي، فرهنګي او ورزشي پروګرامونو مېله ځای و.
په ځانګړي ډول د فوټبال په لسګونو رسمي او غیر رسمي لوبډلو به په حضوري چمن کې خپل تمرینونه کول چې له دې لارې ډېری مطرح او تر ملي لوبډلې ورسېدل.
حیات الله لوګروال چې د افغانستان د فوټبال یو له مخکښانو څخه دی، له همدې ځایه یعنې حضوري چمن څخه یې د فوټبال لوبه پیل کړه او بالاخره یې ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه.
هغه وايي، حضوري چمن وړاندې په ځلونو له اوسني وضعیت څخه ښایسته او ښکلی و.
لوګروال وویل: "د ماشومتوب له وخته یعنې له ۴۰ کلونو پخوا راهیسې مو دلته لوبه کوله، مګر اوس یې هغه رنګ او مزه نه ده پاتې، زه د هغې ورځې په ارمان یم چې دا ځای یو ځل بیا د تېر په څېر شي."
خو له دې ټولو سره سره، بیا هم ډېر شمېر ځوانان مجبور دي چې له خاورو او ګردونو په دې ډک میدان کې ورزش وکړي.
د المپیک ملي کمېټې او بدنې روزنې رئیس حفیظ ولي رحیمي وايي، د حکومت د نوې طرحې له مخې به، د کابل حضوري چمن یو ځل بیا ورغول شي.
رحیمي زیاتوي: "عملیاتي ادارې ته دنده سپارل شوې چې دا چمن ورغوي، ډیزاین یې بشپړ شوی او ژر به بیا ورغول شي."
کابل یو له هغو ښارونو دی چې د اوسېدونکو شمېر ته په پام سره یې تفریحي او ورزشي ځایونه او میدانونه کم دي، خو ځوانان او ځلمکي یې هیله ښيي چې د حضوري چمن په رغېدو سره د ورزش لپاره یو ځل بیا یو مناسب ځای ومومي.