د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د چین هېواد په کوربه توب د تکواندو له لوبو یو طلا او یو نقره مډالونه ګټلي.
د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسوول ذبیح الله شهزاد پرون شپه د افغان لوبغاړو د لاسته راوړنو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د چینا اوپن په تکواندو لوبو کې له شپاړسو هېوادونو څه باندې ۴۷۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه، خوشبختانه زموږ لوبغاړو محسن رضايي د څلورو سیالانو په ماتولو د طلا مډال واخیست او فرزاد منصوري هم د څلورو لوبغاړو په ماتولو سره د نقرې مډال وګاټه"
ښاغلي شهزاد وویل، په دې لوبو کې د نړۍ ډېرو تکړه لوبغاړو برخه اخیستې وه او افغان لوبغاړو په دې اتلولیو سره په المپیکي لوبو کې د ګډون لپاره یو بل ګام هم پورته کړ.
د تکواندو فدراسیون هیله مند دي چې افغان تکواندو کاران د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپيک سیالیو جواز ترلاسه کړي او یو وار د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ میلادي کلونو په څېر مډالونه وګټي.
افغانستان په تېرو کلونو کې د تکواندو په برخه کې د روح الله نیکپا په مټ له المپيکي سیالیو دوه برنز مډالونه ګټلي.