د بغداد په ښار کې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل

د عراق لاریونونه

په بغداد کې پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، په ښار کې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د پرونۍ نښتې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي.

د پرون لاریونونه هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتل چې لاریون کوونکو په امنیتي ځواکونو صوتي بمونه، اوښکي بهوونکي ګاز او اور شیندونکي یا پټرولي بمونه وغورځول.

د سلو نورو لاریون کونکو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

له نښتې وروسته، امنیتي ځواکونو وکولای شول د هغو پلونو کنټرول ترلاسه کړي چې یو سر یې د بغداد خوندي شوې سیمې ته رسیږي.

په دې سیمه کې دولتي تاسیسات او بهرني سفارتونه موقعیت لري.

په عراق کې پراخه لاریونونه د اکټوبر له لومړۍ د بغداد له تحریر چوکه د اداري فساد، بیکارۍ او د عامه خدماتو نشتوالي په غبرګون پیل شول.

د راپورونو په اساس په دغو مظاهرو کې تر دې دمه څه باندې درې سوه مظاهره چیان د عسکرو په ډزو کې وژل شوي دي.