د هند سترې محکمې د بابري جومات ځای د هندوانو په واک کې ور کړ

د هند سترې محکمې عکس

د هند سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د بابري جومات پر ځای دې د هندوانو معبد جوړ شي. دا پرېکړه نن د رایو په اکثریت وشوه او د حکم له مخې به مسلمانانو ته بل ځای کې بدیل ځمکه ورکول کېږي چې جومات پرې ورغوي.

مسلمانان او هندوان له لسیزو راهیسې د ایودیا بابري جومات پر سر چې په شپاړسمه پېړۍ کې جوړ شوی، له یو بل سره اختلاف لري.

هندي چارواکو په سیمه کې د ارامۍ غوښتنه کړې او پولیس او ملېشې اوترپرادېش ښار ته د امنیت نیولو لپاره استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې پرېکړې وړاندې پرون د جمعې په ورځ (نومبر ۸مه) د تاوتریخوالي په لړ کې سلګونه کسان نیول شوي دي.

هندوان داسې انګېري چې ګني دا د دوی د یوه خدای "رام" د زوکړې ځای دی او هوډ لري دا خپل معبد وګرځوي.

خو مسلمانان بیا وايي، له پېړیو راهیسې یې په دې جومات کې عبادت کړی دی.