"ننګرهار کې ۳۶ داعش او طالبان دولت ته تسلیم شوي"

د ننګرهار چارواکي وايي، ۳۶ تنه داعش او طالب وسله وال ورته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې کسانو د تسلیمۍ په مراسمو کې والي شاه محمود میاخېل ویلي، په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له پراختيا سره، په دې ولايت کې د وسله والو د تسليمېدو پروسه چټکه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په يوځای شويو وسله‌والو کې يو پاکستانی او پاتې نور د ننګرهار، کونړ، فارياب، کندز او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو استوګن دي.