د ټاکنو کمېسیون د رأیو بیاشمېرنې لپاره د تخنیکي وسایلو بسته بندي پيل کړه

آرشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن اعلان وکړ چې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش لپاره د تخنیکي وسایلو بسته بندي پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو په حضور کې پیل شوې ده.

دغه کمېسیون نن شنبه (عقرب ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې، له ټولو څارونکو او د ټاکنیزو ټیمونو له استازیو غوښتي چې د وخت کمی په نظر کې ونیسي او پر ټاکلي وخت څارنې ته حاضر وي.

بل‌خوا بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دا بهیر تحریم کړی دی.

دې ډلې په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د ثبات او همپالنې ټيم خپلو ټولو ولایتي څانګو او څارونکیو ته امر کړی چې د بیا شمېرې په دې پروسه کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، تر څو چې تکراري رایې، له وخته وړاندې او وروسته کارول شوې او هغه رأیې چې د رأی ورکوونکو پرځای د عکس له مخې عکس اخیستل شوی، تصفیه شوې نه وي، بیا شمېرنه دې نه پیلېږي.

د ټاکنو کمېسیون په وار وار اعلان کړی چې یوازې بیومټریک شوې رأیې ورته د اعتبار وړ دي. ددغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ پرون ازادي راډیو ته وویل، دوی پر خپلې پرېکړې ولاړ دي، خو دا رایې باید لومړی وکتل شي.

پرون د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو له استازو سره په همدې تړاو خبرې وکړې، خو پایله یې نه درلوده. نن به بیا د اختلاف د هواري لپاره سره کېني.

د ۲۴۲۳ محلونو د بیومټریک دستګاه یا د حافظې کارتونه ورک دي، کمېسیون غواړي ددغو محلونو رأیې یو ځل وګوري، خو یوشمېر کاندیدان وايي دا رأیې د طرزالعمل له مخې باطلې دي او کتلو ته یې اړتیا نشته.