ټرمپ د روسیې د بریا په مناسبت رسم ګذشت کې پر ګډون فکر کوي

ښاغلي ټرمپ وايي چې د پوتین بلنه ستايي خو دا رسم ګذشت د سياسي فصل په منځ کې دی او ډاډه نه دی چې ګډون به په کې وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، دی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغې بلنې په اړه فکر کوي چې ده ته یې راتلونکی کال د مې په نهمه د بریا د ورځې په رسم ګذشت کې د ګډون لپاره ورکړې ده.

ښاغلي ټرمپ وايي چې د پوتین بلنه ستايي خو دا رسم ګذشت د سياسي فصل په منځ کې دی او ډاډه نه دی چې ګډون به په کې وکړي.

ده زیاته کړه: "که مې کولای شوای ډېره لېوالتیا مې درلوده چې ورشم."

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، مسکو ددغې بلنې په تړاو تراوسه د واشنګټن رسمي ځواب نه دی تر لاسه کړی.

دا مراسم د ۱۹۴۵ میلادي کال د مې مياشتې د هغې پيښې په یاد جوړيږي چې متحدو ځواکونو پر نازي جرمني بریا تر لاسه کړه.

روسیه هر کال دا ورځ د خپل نظامي قدرت نندارې ته وړاندي کولو سره لمانځي.

ټرمپ وايي، دا مراسم چې راتلونکی کال د متحدو ځواکونو ۷۵مه بریال لمانځي، یوه مهمه او لویه خبره ده.