په کابل کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

د کابل یو انځور

په کابل ولایت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په دوو بېلا بېلو عملیاتو کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، لومړي عملیات چې د کابل او شمالي ولایتونو پر لویه لاره د خیرخانې کوتل په سیمه کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو (۱۸) کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او له شمالي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کېدل.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د کابل ښار په دوولسمه ناحیه کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه برید وکړ چې په نتیجه کې یې نږدې څلور کیلو ګرامه چرس ونیول.

په دې پېښو کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.