د فرانسې ولسمشر: هغه څه چې اوس روان دي، د ناټو مغزي مړینه ښيي

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر اروپايي هېوادونو ته د ناټو د روان وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ټلواله د مړینې په حال کې ده.

ایمانوئل مکرون پرون پنجشنبه له ایکونومېسټ مجلې سره په مرکه کې که څه هم ټینګار وکړ چې امریکا د اروپا متحده ده، خو ویې ویل چې هغه څه چې اوس روان دي، د ناټو مغزي مړینه ښيي.

د مکرون دا تبصره جرمني، امریکا او د ناټو عمومي منشي رد کړه، خو روسیې یې ډېرژر هرکلی وکړ.

د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل وویل چې مکرون مبالغه کوي.

مېرمن مېرکل د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په برلین کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دا د ناټو په غړو کې همکارۍ ته په دې نظر نه ګوري.

سټولټنبرګ خبرداری ورکړ چې د ناټو د غړو په یووالي کې کمزورتیا به اروپا ټوټې ټوټې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون په جرمني کې په یوه وینا کې ټینګار وکړ چې ناټو لاهم ټاکونکې ټلواله ده

ده وویل: "فکر کوم چې ناټو لاهم یو مهم او حیاتي او حتی د مکتوب تاریخ تر ټولو ټاکونکی ستراتیژیک شراکت دی."

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د مکرون خبره د سرو زرو وینا وبلله چې د ناټو له اوسني وضعیت سره سمون لري.