جان بس: د امریکا ګډون د سولې د بهیر د انحصار په معنا نه دی

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان پرون په کابل کې د امریکا له سفیر جان بس سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې کتنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر بهیر ټینګار وشو.

په خبرپاڼه کې د امریکا د سفیر له قوله ویل شوي چې وايي، د سولې په بهیر کې د امریکا ګډون د دې بهیر د انحصار په معنا نه ده او دا په افغانانو پورې اړه لري چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له نهو پړاوونو وروسته په سپټمبر میاشت کې لغوه شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا خبرې وروسته له هغه لغوه کړې چې په کابل کې د طالبانو په یوه حمله کې یو امریکایی پوځي او ۱۱ نور کسان ووژل شول.