نن په لبنان کې زرګونه زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول.
دا څلورمه اوونۍ ده چې د لبنان د حکومت پر وړاندې بې ساري اعتراضونه پیل شوي دي.
دوی د هغو سیاستوالو پر وړاندې غږ پورته کوي چې په فساد او بې کفایتۍ تورن دي.
خپل راتلونکي ته اندېښمن دا اعتراض کوونکي وايي چې اقتصادي وضعیت خراب دی او کار نشته.
یوه مظاهرهچي محمد زاغلول وویل: "موږ د دولتي او شخصي ښوونځیو، پوهنتونونو او تعلیمي موسسو زده کوونکي او محصلین غواړو چې کامیاب شو او په خپل هېواد کې له هغو ډيپلومونو سره چې اوس په دېوالونو ځړېدلي دي کار پيدا کړو."
په لبنان کې اعتراضونه د اکتوبر په اوومه پیل شول.
سعد حریري د تېرې مياشتې په پای کې اړ شو چې د صدراعظم په توګه له واکه لرې شي.
خو د ده استعفا اعتراضونه چپ نه کړل.
اعتراض کوونکي چې د فساد او بېکاریو په خاطر مظاهرې کوي، د حکومت د ټولو چارواکو استعفاوې غواړي.