د غزني اوسېدونکي له افغان امنیتي ځواکونو په ښار کې د ترورونو د روانې لړۍ د مخنیوي غوښتنه کوي.
دوی وايي، له تېرو اوو اتو کالو د ښار په زړه حتی د ولایت او قوماندانۍ ترڅنګ دولتي کار کوونکي، امنیتي سرتېري، قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، مخور او ولسي خلک وژل شوي دي.
بل لور بیا د غزني نظامي چارواکي ټینکار کوي چې نور به د دغه ډول پېښو مخنیوی کوي.
د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له امر سره سمیې په ښار کې ځای پر ځای چک پواینټونه جوړ کړي او تلاشیانې یې زیاتې کړي، ترڅو د ترورونو مخه ډب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو دوو اوونیو کې د غزني ولایت د استېناف څارنوالۍ اجرائیه مدیر مجتبی حنفي په ګډون ډېری دولتي کارمندان، امنیتي سرتېري او قومي مشران وژل شوي دي.