د افغانستان دفاع وزارت نن د تاجکستان د چارواکو هغه ادعا چې ګواکې وسلهوال د افغانستان له پولې وراوښتي او حملهیې کړې وه، په کلکه رد کړه.
د دفاع وزارت چارواکو وویل چې جګړه د تاجکستان په خاوره کې شوې او ترهګر هم له افغان خاورې دباندې وو.
د تاجکستان چارواکو پرون ادعا وکړه چې د وسلهوالو یوې ډلې چې له افغانستانه وراوښتي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې تړلي وو، د دې هېواد پر یوې سرحدي پوستې حمله کړې ده.
په دې حمله کې چې د تاجکستان د چارواکو په وینا، ۲۰ وسلهوالو برخه لرله، ۱۵ یې د دې هېواد له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او پنځهیې نیول شوي دي.
داعش ډلې چې له دې مخکې یې په تاجکستان کې په دې وروستیو کې د څو حملو مسؤلیت اخیستی و، د وروستۍ هغې مسؤلیت تر اوسه نهدی اخیستی.
په همدې حال کې ټاکل شوې چې نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وشي.
د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو د سازمان «CIS» د غړو د ملي امنیت د ادارو مشران به په دې غونډه کې په تېره بیا د افغانستان په شمال کې د امنیتي وضعیت او پر مرکزي اسیا یې د اغېزو په اړه بحث وکړي.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدمتونو د ادارې د رسنیو مرکز د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ته پرون وویل چې د دې غونډې ګډونوال به د افغانستان په شمال کې پر امنیتي او سیاسي وضعیت او دا چې دغه وضعیت په اوس وخت کې د مرکزي اسیا پر سیمې څه ډول اغېز کړی، وغږېږي.
د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو امنیتي چارواکي به دغهراز د نړیوال ترورېزم او له پولو اخوا د منظمو جنایتونو په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې وکړي.