ایران د فردو په اټمي بټۍ کې د یورانیمو غني کول پيل کړل

وړاندې ایراني چارواکو ویلي و چې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د پلټونکو په حضور کې به د فردو په بټۍ کې سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګازو لېږدولو بهیر پیل شي.

ایران وایي، د فردو تر ځمکې لاندې اټمي بټۍ کې یې د یورانیمو غني کول پیل کړي دي.

تهران په دې اقدام سره د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له تعهداتو یو بل ګام په شا شو.

د ایران د اټمي انرژۍ ادارې نن وختي په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه بیان کې وویل، په فردو کې د یورانیمو د غني کولو او تولید پروسه پیل شوه.

تر دغه اعلان مخکې د دې ادارې ویاند ویلي چې په څو ساعتونو کې به د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د پلټونکو په حضور کې په دې بټۍ کې سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګازو لېږدولو بهیر پیل شي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا د بهروز کمالوندي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې و، له نیمې شپې به د یورانیمو د غني کولو پروسه پیل شي.

تهران وروسته له هغې چې واشنګټن د ۲۰۱۸ کال په مې کې له شوي اټمي تړونه ووت او پر ایران‌یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، په تدریجي ډول له دې تړونه د په شا کېدو ګامونه پورته کوي.