د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې پرون (نومبر ۶مه) د پنځوسو اورونو په نړیواله لوبه کې افغانستان ته په ۷ وېکټونو ماتې ورکړه.
دا سیالۍ د هندوستان په لکنهو کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه چې ورسره له ویسټ انډیز سره د افغانستان د مسابقو لړۍ پیل شوه.
افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه يو ورځنۍ مسابقه راتلونکې شنبه او درېیمه يو ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.
په هندوستان کې به دواړه هېوادونه درې شل اووره سیالي هم کوي چې د نوامبر پر ١٤مه، ١٦مه او ١٨مه به وي.
بله سیالي به ټيسټ لوبه وي.