د فاریاب په دوو ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شوي

د راپورونو پر اساس، په فاریاب کې د قرغان او قرمقل ولسوالیو یوازې مرکزي سیمې له حکومتي ځواکونو سره دي او پر پاتې برخو یې له دوو کلونو راهیسې طالبان واک لري.

د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وايي، د فاریاب په قرمقل او قرغان ولسوالیو کې د ملي اردو سرتېرو له‌خوا عملیات پیل شوي دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون (اکټوبر ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د قیام په نوم د دغو عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې شي.

د راپورونو پر اساس، په فاریاب کې د قرغان او قرمقل ولسوالیو یوازې مرکزي سیمې له حکومتي ځواکونو سره دي او پر پاتې برخو یې له دوو کلونو راهیسې طالبان واک لري.​