د ټرمپ د استیضاح هڅې؛ د بهرنیو چارو وزارت چارواکي کانګرس ته توضیحات ورکوي

ډموکراتان پر ولسمشر تور لګوي چې له خپله قدرته‌یې سو‌ء استفاده کړې او له پردي هېواده‌یې غوښتنه کړې چې د امریکا په سیاسي پروسه کې لاسوهنه وکړي.

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس هغه ډموکراتان چې د ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د څېړنو د پیل لپاره د هڅو مشري کوي، وايي چې راتلونکې اوونۍ به په عمومي غونډو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د درېیو مهمو مأمورینو توضیحات واورېدل شي.

د استازو مجلس د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شېف چې د تحقیقاتو مشري کوي، پرون (نومبر ۶مه) وویل چې په اوکراین کې لوړ رتبه ډیپلومات ویلیم ټېلر، د بهرنیو چارو وزارت مأمور جیورجي کنت او په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیره ماري یووانویچ به د نومبر په ۱۳مه او ۱۵مه، خبرو ته حاضر شي.

د امریکا د استازو مجلس ډموکراتان په دې اړه چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د پوځي مرستو مخنیوی کړی و او په عین حال کې یې پر کیف فشار راوستی و چې د جمهوري ریاست لپاره د ډموکراتانو د احتمالي کاندید جو بایډن په اړه تحقیق وکړي، غونډې جوړوي او هڅه کوي چې په دې ډول د ټرمپ استیضاح ته لاره برابره شي.

ډموکراتان پر ولسمشر تور لګوي چې له خپله قدرته‌یې سو‌ء استفاده کړې او له پردي هېواده‌یې غوښتنه کړې چې د امریکا په سیاسي پروسه کې لاسوهنه وکړي.

خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې هېڅ ناسم کار یې نه‌دی کړی.​