د ایران په هُرمزګان ولایت کې زوروره زلزله شوې

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې هُرمزګان ولایت کې نن زلزله شوې ده.

د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۵،۴ درجې و. تر اوسه د ځاني او مالي زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د اروپایي مدیترانې د زلزلې د ارزوني مرکز بیا د زلزلې شدت ۵،۵ درجې ښودلی دی.

د نن سهار د زلزلې مرکز د بندر عباس په ۱۲۰ کیلومترۍ سیمه کې وو.

ایران کله ناکله د ویجاړوونکو زلزلو شاهد وي.

په ۲۰۰۳ کال کې د بم تاریخي ښار په ۶،۶ درجې زلزلې کې د دغه ښار ۲۶ زره اوسېدونکي مړه شول.