تاجکستان: پر سرحدي پوستې بریدګر د داعش غړي دي او له افغانستانه راغلي

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټه زیاتوي، په متقابلو ډزو کې ۱۵ مخ پټي برید کوونکي وژل شوي او ۵ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د تاجکستان چارواکي وایي، له ازبکستان سره پر پوله ددغه هېواد پر یوې امنیتي پوستې برید د اسلامي دولت (داعش) ډلې هغو وسله والو کړی چې د افغانستان د کندوز ولایت له قلعه ذال ولسوالۍ ورغلي وو.

دا خبره د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د رسنیو دفتر نن په یوه بیان کې کړې ده چې روسي خبري آژانسونو خپور کړی.

په بیان کې ویل شوي چې دغه وسله وال د روانې میاشتې په پیل کې د افغانستان له پولې تېر شوي او د یوه ځانګړي ماموریت د ترسره کولو لپاره تاجکستان ته ورغلي و.

تاجکستاني چارواکي وایې، داعش وسله والو تېره شپه درې بجې (نومبر ۶مه) د تاجکستان او ازبکستان پر پوله پر یوې سرحدي پوستې په برید کې یو سرحدي ساتونکی او یو پولیس افسر وژلي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټه زیاتوي، په متقابلو ډزو کې ۱۵ برید کوونکي وژل شوي او ۵ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د برید ګرې ډلي څلور موټر هم له منځه وړل شوي دي.

په دې اړه نورجزیات نه دي ورکړل شوي او د اسلامي دولت ډلې هم چې د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې په دې وروستیو میاشتو کې یې په تاجکستان کې د یوشمېر حملو مسولیت اخیستی، تراوسه د دې حملې په تړاو څه نه دي ویلي.

د دې پېښې په اړه هغه تصویرونه چې د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې د رسنیو دفتر خپاره کړي، پکې د یوه ویجاړ شوي موټر په خوا کې درې جسدونه ښکاري چې د داعش په بڼه تورې جامې یې پر تن او ډېر سوځیدلې دي.

د رویټرز د راپور له مخې د اسلامي دولت ډلې تېرکال په تاجکستان کې د څلورو لویدیځوالو بایسکل ځغلوونکو د وژلو او په مې میاشت کې په یوه زندان کې د هغې بلوا چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، مسولیت اخیستی و.