چارواکي ارزګان ګیزاب ولسوالۍ کې د ۴۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي

عبادي وايي، افغان او بهرځواکونو دغه وسله وال هغه مهال په نښه کړل، چې دوی هلته پر سیند په کښتو کې د سیند بلې غاړې ته اوښتل او پر امنیتي پوستو يي د برید پلان لاره.

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۴۰ طالبان وژل شوي چې دوه په کې د دې ډلې مشران دي.

د دغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ګیزاب ولسوالۍ په شمال ختیځ سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي.

دوی وايي، د یادو بریدونو پرمهال ۱۰طالبان نور ټپیان شوي.

عبادي وايي، افغان او بهرځواکونو دغه وسله وال هغه مهال په نښه کړل، چې دوی هلته پر سیند په کښتو کې د سیند بلې غاړې ته اوښتل او پر امنیتي پوستو يي د برید پلان لاره.

پر ګیزاب ولسوالۍ وسله والوطالبانو له تېرې شاوخوا یونیمې ماشتې راهیسې ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.