د تاجکستان چارواکو ویلي چې له ازبکستان سره د ګډې پولې په اوږدو کې یې ۱۵وسله وال بریدګر وژلي دي.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې شلو مخ پټو وسله والو د تاجکستان په یوې پوستې برید کړی و او د تاجکستان سرحدي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۵ بریدګر ووژل شول او ۵ نور یې ژوندي ونیول شول.
له وسله والو بریدګرو پنځه کلاشینکوفونه هم نیول شوي دي.
د تاجکستاني عسکرو او وسله والو بریدګرو نښته نن سهار وختي په درې نیمو بجو د پلازمینې دوشنبې په شپیته کیلومترۍ کې په سرحدي سیمه کې شوې ده.
په دې نښته کې د تاجکستان یو پوله ساتونکی عسکر او یو پولیس وژل شوي دي.
چا د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو د منځنۍ اسیا په هېوادونو خاصتاً تاجکستان او ازبکستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې او د اسلامپالو افراطي ډلو د فعالیتونو اندېښنې موجودې دي.