لتوانیا: روسيه په اوکراين کې د سولې پر وړاندې لوى خنډ ده

 د ليناس لين کيفي چوس په وينا، روسيه د اوکراين په شخړه کې په ګمراه کوونکې توګه ځان يو "بېطرفه لورى" ګڼي.

د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، روسيه په اوکراين کې د سولې د پروسې په وړاندې تر ټولو لوى خنډ ده.

د ليناس لين کيفي چوس په وينا، روسيه د اوکراين په شخړه کې په ګمراه کوونکې توګه ځان يو "بېطرفه لورى" ګڼي.

د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير لين کيفي چوس دا څرګندونې پرون په پراګ کې هغې روسۍ ژبې ټلويزيوني شبکې ته چې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو او امريکا غږ يې په ګډه چلوي، په مرکه کې ویلي دي.

هغه زیاتوي: "ښايي د اوکراين د سولې په پروسه کې تر ټولو لوى خنډ روسيه وي، چې ځان يو بېطرفه لورى ګڼي، حال دا چې د دې شخړې يوه عمده برخواله ده، که څه هم په رسمي ډول دوى داسې نه ګڼل کېږي."

د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، مسکو په اوکراين کې بېلتون غوښتونکو ته وايي، چې پر يوه موافقه سلا کېدو ته اړتيا لرئ او موږ به مو مرسته وکړو خو په عملي ډګر کې شيان برعکس روان دي.

د اوکراين وسلوال ځواکونه د اوکراين په ختيځ کې له روس پلوه بېلتون غوښتونکو سره په شخړه بوخت دي.

د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې په دې شخړه کې تر ١٣زرو ډېر کسان وژل شوي دي.