ازادي راډیو په کابل کې دوو دولتي پوهنتونونو او دوو تفریح ځایونو ته په نږدې راتلونکي کې وړیا وای فای انټرنټ برابروي.
په کابل کې د ازادۍ راډيو رئيس وايي، ددې کار هدف دا دی چې په تحصیلي برخه کې محصلینو ته اسانتیا برابره شي او د هغوی ظرفیت لوړ شي.
که څه هم میلیونونه خلک په افغانستان کې انټرنټ کاروي، خو د انټرنټ لوړه بیه د انټرنټ کارونې پراختیا ته لوی خنډ ګڼل کېږي.
د وړیا انټرنټ برابرولو تفاهملیکونه د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) په کابل کې د ازادي راډیو رئیس سمیع الله مهدي او کابل کې د دوو دولتي پوهنتونونو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د مسئولانو ترمنځ لاسلیک شول.
په دې توګه به ازادي راډیو د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون، د کابل پوهنتون د نجونو او هلکانو لیلیې، د استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون، د بابر بڼ او د زړو مکروریانو ښځینه پارک ته د وای فای انټرنټ اسانتیا برابره کړي.
ښاغلي مهدی وویل، ددغه پروګرام عملي چارې به ډېر ژر پيل شي چې هدف یې محصلینو ته د اسانتیاوو برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه: "د هرې ورځې په تېرېدو د انټرنټ اهمیت زیاتېږي او انټرنټ د عملي تحقیقاتو او څيړنو او په ټولنیزو شبکو کې د فعاله حضور لپاره ډېر مهم او اړین دی."
د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي وویل چې د ازادي راډیو په مرسته د وړیا انټرنټ برابرول به د محصلانو ډېرې ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي فاروقي وویل، محصلان د څېړنو ترسره کولو او د معلوماتو راټولو لپاره په کتابتونونو او لیلیو کې انټرنټ ته اړتیا لري.
د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي وویل چې د ازادي راډیو په مرسته د وړیا انټرنټ برابرول به د محصلانو ډېرې ستونزې هوارې کړي.
ځینو محصلانو هم د ازادي راډیو ددې ابتکار هرکلی وکړ. د کابل پوهنتون د ځمکې پوهنې پوهنځي محصله زحل وايي، د انټرنټ نوې اسانتیا به له محصلینو سره ډېره مرسته وکړي.
"محصلینو وړیا وای فای ته ډېره اړتیا درلوده. محصلین له دې لارې کولای شي خپل سیمینارونه، کورنۍ دندې او عملي تحقیقات په ښه توګه سرته ورسوي."
پر دې سربېره د برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ژمنه کړې چې د دغه پوهنتون هغه پارک د ازادي پارک ونوموي چې ازادي راډیو په کې د وای فای انترنټ اسانتیا برابروي.
ټاکل شوې چې ازادي راډيو د کابل نړیوال هوايي ډګر په شمول، په یو شمېر نورو سیمو، ادارو او محلونو کې چې انټرنټ ته جدي اړتیا لیدل کېږي، هم ورته امکانات برابر کړي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وینا، اوس مهال په افغانستان کې د انټرنټ د کاروونکو شمېر ۹،۷ میلیونو ته رسېدلی او په چټکۍ په ډېرېدو دی.