ایران د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي تړون ژمنې نورې هم کموي

د ایران ولسمشر نن وویل چې د فوردو په نوم د اټمي تاسیساتو سنټرفیوژونو ته د یورانیم ګاز ورداخلوي.

د ایران حکومت به ځان له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې یو بل ګام لرې کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن وویل چې د فوردو په نوم د اټمي تاسیساتو سنټرفیوژونو ته د یورانیم ګاز ورداخلوي.

ښاغلي روحاني، نن (نومبر ۵مه) له دولتي ټلوېزیونه په وینا کې وویل چې ایران به سبا لږ تر لږه ۱۰۴۴سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګاز ور داخلولو لړۍ پیل کړي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې پر اساس چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، دا منل شوې وه چې د فوردو سنټرفیوژونه به له ګاز پرته چلېږي.