د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د اپوزېسیون ډلو اعتراضونه نن د شپږمې ورځې لپاره دوام لري.
د ازادي راډیو د مشعل څانګې د راپور له مخې د جمعیتالعلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن چې دا اعتراضونهیې رابللي، تېره شپه وویل، په دې مبارزه کې د اپوزېسیون ټول ګوندونه ګډ دریځ لري.
د دې ګوند یو بل مشر اکرم خان دراني خبریالانو ته وویل د اپوزېسیون مشرانو د حکومت له مرکچي پلاوي سره په کتنه کې د مظاهرهچیانو پر څلورو غوښتنو چې یوهیې د صدراعظم عمران خان استعفا ده، ټینګار کړی دی.
خو په یو بیان کې چې د صدراعظم دفتر خپور کړی ویل شوي چې ښاغلی خان به د اپوزېسیون په غوښتنه هېڅکله هم استعفا ونهکړي.
هغه ویلي دي چې اپوزېسیون دې د حکومت زغم د حکومت کمزوري نهګڼي.
د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ اعتراض کوونکو د اکټوبر په ۲۷مه د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه لاریون پیل کړ.
دوی د اکټوبر په ۳۱مه اسلاماباد ته ورسېدل او له هماغې ورځې راهیسې یې په اسلاماباد کې پرلت وهلی.