ترکیې د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي خور نیولې

د بغدادي ۶۵ کلنه خور رسمیه عواد، د هغې مېړه او نږور پرون د نومبر په څلورمه له پنځو ماشومانو سره په داسې حال کې ونیول شول چې په یوه ټېلر کې استوګن وو.

ترکي چارواکو د اسلامي دولت (داعش) ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مشره خور د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې نیولې ده.

روېټرز او اسوشیټېد پرس خبري اژانسونه د یوه جګپوړي ترکي مقام په حواله چې نه‌غواړي نوم‌یې افشا شي راپور ورکوي چې د بغدادي ۶۵ کلنه خور رسمیه عواد، د هغې مېړه او نږور پرون د نومبر په څلورمه له پنځو ماشومانو سره په داسې حال کې ونیول شول چې په یوه ټېلر کې استوګن وو.

دې ترکي چارواکي د بغدادي د خور نیول د سرو زرو د یوه کان د موندلو په څېر مهم پرمختګ بللی او هیله‌یې څرګنده کړې چې له نوموړې څخه به د داعش ډلې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خورا زیات استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.

بغدادي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش ډلې مشر و، د اکټوبر په ۲۶مه نېټه د سوریې په شمال ختیځ ولایت ادلب کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.