د پاکستان محکمې د مریم نواز ضمانت منلی

 مریم نواز د اګسټ په لومړیو کې د پاکستان د احتساب د ادارې له‌خوا د خوږو د یوې فابریکې (چوهدري شوګر مېلز) د مالي حسابونو په تړاو چې نوموړې یې هم له ونډه‌والو ده، ونیول شوه.

د پاکستان یوې محکمې په دغه هېواد کې د اپوزېسیون د یوې مشرې او د پخواني صدراعظم نواز شریف د لور مریم نواز ضمانت منلی.

نوموړې د پیسو وینځلو له تورونو سره مخ ده.

د لاهور سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (نومبر ۴مه) د مسلم لیګ ن د مرستیالې مشرې مریم نواز په اړه پرېکړه وکړه چې ۱۰ میلیونه روپۍ او خپل پاسپورټ د ضمانت په توګه وسپاري.

مریم نواز د اګسټ په لومړیو کې د پاکستان د احتساب د ادارې له‌خوا د خوږو د یوې فابریکې (چوهدري شوګر مېلز) د مالي حسابونو په تړاو چې نوموړې یې هم له ونډه‌والو ده، ونیول شوه.

نوموړې د اکټوبر په ۲۴مه وروسته له هغه چې د هغې بندي پلار نواز شریف د روغتیايي حالت د خرابېدو له کبله روغتون ته انتقال شو، د بشر پالنې پر بنسټ د ضمانت غوښتنه وکړه.

۶۹ کلن نواز شریف درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی او لور یې مریم نواز پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي او هغه‌یې د سیاسي انګېزو له کبله ګڼلي دي.