بغلان کې د ماین چاودنې اته ملکیان وژلي او شپږ یې ټپیان کړي

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې څلور ماشومان، دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي.

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د ماین چاودنې د ماشومانو په شمول لږ تر لږه اته ملکیان وژلي او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د بغلان د پولیسو په وینا پېښه نن (عقرب ۱۳مه) هغه مهال رامنځته شوه چې د ډنډ شهاب‌الدین ولسوالۍ په اکاخېلو سیمه کې د ملکیانو یوه سراچه موټر په سړک کې د طالبانو له‌خوا پر ایښودل شوي ماین برابر شو.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې په چاودنه کې څلور ماشومان، دوه ښځې او دوه نارینه وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا په ټپیانو کې هم څلور ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه شامل دي.

ښاغلي بشارت زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې په همدې سیمه کې د طالبانو له‌خوا ایښودل شوي ۲۰ ماینونه شنډ کړي دي.

په لویو لارو او د استوګنې په سیمو کې د طالبانو له‌خوا د ماینونو کارول، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په شمول د زیاتېدونکې ولسي مرګ ژوبلې له مهمو عواملو دي چې ملګري ملتونه او نورې بشري ادارې یې اندېښمنې کړې دي.