سرپل کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره شوی

په دې ولایت کې د ښځو د چارو رئیسې نبیلا حبیبي ازادي راډیو ته وویل، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ښځو سره د زور زیاتي ۱۶۶ قضیې ثبت کړي.

په سرپل کې چارواکي وايي، دغلته د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي.

په دې ولایت کې د ښځو د چارو رئیسې نبیلا حبیبي ازادي راډیو ته وویل، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ښځو سره د زور زیاتي ۱۶۶ قضیې ثبت کړي.

د اغلې حبیبي په وینا په دې کې ډېری د وژنو، وهلو ډبولو او جبري ودونو قضیې دي.

د سرپل د ښځو د چارو رئیسې ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په ټولو ۱۲ میاشتو کې یې په دې ولایت له ښځو سره د زورزیاتي ۱۶۳ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال‌یې په لومړیو شپږ میاشتو کې تر دې ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

د سرپل د ښځو د چارو رئیسه وايي، د ښځو په وړاندې د زور زیاتي په سږنیو مواردو کې د طالبانو له‌خوا د صحرايي محکمو د قرباني درې ښځو قضیې هم شاملې دي.