په هلمند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد کمپاین پیل شو

په هلمند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد کمپاین د پیل انځور

په هلمند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شو.

د هلمند د ښځو چارو ریاست مسؤلین وايي، تاوتریخوالی او په دې اړه د ښځو مراجعه ډېره شوې، نو ځکه غواړي چې د یو شمېر دولتي ادارو او رسنیو په مرسته د ښځو په ضد د تاوتریخوالي یو پراخه کمپاین وکړي.

د هلمند استېناف څارنوالۍ وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې قضيې یې عدلي ادارو ته سپارلې دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور