په تهران کې د امریکا سفارت د نیولو د پېښې ۴۰مه کلیزه

په ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۷مه تهران کې د امریکا د تړل شوي سفارت یو انځور

نن په تهران کې د امریکا سفارت د نیولو او امریکایي ډیپلوماتانو د یرغمل نیونې د پېښې ۴۰مه کلیزه ده.

د ۱۹۷۹ میلادي کال د نومبر پر څلورمه نېټه وروسته له هغه چې امریکا د ایران اسلامي رژیم ته د پخواني شاه محمد رضا پهلوي له سپارلو انکار وکړ، ایراني محصلان په تهران کې د امریکا پر سفارت ورغلل او د ۴۴۴ ورځو لپاره‌يې ۵۲ امریکايي ډیپلوماتان برمته وساتل.

د امریکا پر سفارت برید او د یو شمېر امریکايي ډیپلوماتانو برمته نیونه د دې لامل شوه چې واشنګټن له تهران سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي.

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي پرون یکشنبه په تهران کې زرګونه محصلینو ته په وینا کې وویل چې هېواد یې تر اسلامي انقلاب وروسته څلور لسیزې له امریکا مخکې شوی دی.

هغه یو وار بیا له امریکا سره خبرې رد کړې او زیاته‌یې کړه: "ځیني خیال کوي چې له امریکا سره خبرې د هېواد ستونزې حلوي، دا لویه تېروتنه ده، سیال لوری په خبرو کې زموږ ناسته د اسلامي جمهوریت د په ګونډو کولو په معنی بولي، بالاخره ټول وايي چې موږ په سختو اقتصادي فشارونو او بندیزونو ایران په ګونډو کړ او خبرو ته اړ ایست."

د امریکا او ایران کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له ایران سره د نړۍ د څو اټمي قدرتونو له تړونه ووت او په دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.