پاکستان سفارت په کابل کې خپله قونسلګري تړي

په کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې سر له نن دوشنبې خپله قونسلګري تړي.

دا اعلان یاد سفارت بېګاه په یوه اعلامیه کې کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه‌یې د امنیتي دلایلو په خاطر کړې ده.

معلومه نه‌ده چې بیا به کله پاکستان خپله قونسلګري پرانیزي، خو د پاکستان سفارت ویلي چې تر راتلونکې پرېکړې پورې به تړلې وي.

په تېره یوه میاشت کې څو ځله د پاکستان د ویزو په برخه کې افغانانو شکایتونه کړي وو او معلومه نه‌ده چې د پاکستان د قونسلګرۍ په تړل کېدو سره دا مخ په زیاتېدونکې ستونزه څومره پراخېږي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې تېره یکشنبه‌یې په پاکستان کې افغان شارژدافیر ورغوښتی او په افغانستان کې یې د پاکستاني ډیپلوماتانو د خوندیتوب او امنیت په برخه کې خپلې اندېښنې ور رسولې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې زیاته کړې چې پاکستاني ډیپلوماتان په کابل کې ځورول شوي وو او حتی سفارت ته په لاره د هغوی موټر وهل شوی و.

افغان چارواکو تر دې دمه د پاکستان د دې وروستي اقدام په اړه څه نه‌دي ویلي.