د هلمند چارواکي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په موسی کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي او یو تن یې نیولی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د هلمند د والي دفتر خپره کړې، راغلي دي چې دا عملیات د دقیقو کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د موسی کلا ولسوالۍ په شرګه نومې سیمه کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې د عملیاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.