په ایران کې د مېرمن اعظم تالقاني پر مړینې خواشیني وښودل شوه

د ایران بیرغ

ایراني فعالانو، فرهنګي شخصیتونو او مخکښو څېرو د ښځو د حقونو د فعالې اعظم تالقاني پر مړینې خواشیني څرګنده کړې.

مېرمن تالقاني اوږده مبارزه وکړه او هغه ناکامه کاندیده وه چې هڅه یې وکړه څو د ایران لومړنۍ ښځینه ولسمشره شي.

د نوامبر په لومړۍ نېټه لسګونه مخکښو فعالانو او سیاستوالو د تالقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د نوموړې جنازه مخکې د تهران په بهشت زهرا هدیره کې خاورو ته سپارل شوې وه.

۷۶ کلنه تالقاني د اکتوبر په دېرشمه د تهران په پارس روغتون کې مړه شوه او ورور یې محمد رضا تالقاني په یوه بیان کې وویل چې نوموړې د مغزو د یوې نامعلومې ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوې وه.

اعظم تالقاني په ایران کې د ښځو د حقونو له مخکښو فعالانو څخه وه چې د اسلامي جمهوریت د تندلارو قوانینو پر وړاندې په کلکه ودرېده او مبارزه یې وکړه.

مېرمن تالقاني د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د لومړنیو ښځو له ډلې وه چې د پارلمان غړې شوه.