د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د مالي په ختیځ ناکراره سیمه کې د هغه برید مسولیت اخیستی چې یو فرانسوي سرتیری پکې وژل شوی دی.
دغې ډلې پرون د ټیلګرام له لارې په خپاره کړي بیان کې ویلي چې وسله والو یې پرون شنبې د اینډیلي مین سیمه کې د فرانسوي سرتیرو پر یوه کاروان چاودنه ترسره کړه.
فرانسې د خپل یوه سرتیري وژل کېدل تائید کړي دي.
فرانسې چې مالي یې پخوا مستعمره وه، د بارخین عملیاتو په چوکاټ کې په دې هېواد کې د اسلامپالو سخت دریځو پر وړاندې د مبارزې لپاره شاوخوا څلورنیم زره ځواکونه ځای پرځای کړي دي.
تر دې پیښې یوه ورځ مخکې په ختیځ کې د مالي د پوځي اډې چارواکو ویلي و چې د نومبر د لومړۍ نېټې په برید کې چې نیجیر پولې ته نږدې د میناکا په ختیځ کې پر یوې پوځي پوستې وشو، ۵۳ سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شوي وو.
له دې مخکې په مالي کې د اکټوبر د میاشتې په لومړیو کې پر دوو پوځي پوستو په بریدونو کې چې اسلامي سخت دریځې یې مسول بلل شوي، ۳۸ سرتیري وژل شوي وو.
د لویدیځې افریقا دغه هیواد له اوو کلونو راهیسې له القاعده او اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د تړلو سخت دریځو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي.