په هغو نویو اسنادو کې چې پرون خپاره شوي، ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پخواني مشرپاول مانافورټ ډیر مخکې د ۲۰۱۶ کال په دوبي کې دا خبره راپورته کړې وه چې د ډیموکراټانو د ملي کمیټې د کمپیوټرونو سرور روسیې نه بلکې اوکراین هک کړی و.
په هغو پنځه سوه مخیزو سندونو کې چې د امریکا د عدلیې وزارت د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولرد څیړنې په اړه پرون خپاره کړي، د مانافورټ مرستیال ریک ګیتس د دغې څیړنې په ترڅ کې (اف بي آی) ته په مرکو کې دا خبره کړې ده.
په دغو سندونو کې د مولرد رپوټ په اړه له خلکو سره د مرکو لنډیز، ایمیلونه او نور اسناد خپاره شوي دي.
دغه نوي معلومات د دې ښکارندویي کوي چې د ټرمپ د ټیم دننه او بهر کړۍ خلکو ډیر مخکې د اواکراین پر رول تاکید کړی و.
داسې ښکاري چې دغه نوي معلومات ښايي د مولر نوې بشپره شوې پلټنه او په استازیو جرګه کې د ډیموکراټانو هغه هڅې سره وتړي چې له کییف سره د ټرمپ د معاملې په اړه یې د هغه د استیضاح کولو لپاره پیل کړې دي.