د تېر کال په پرتله له حیرتان بندره د لیږد کچه لوړه شوې

د حیرتان بندر یو انځور

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د تېر کال په پرتله یې له حیرتانو بندر څخه د لیږد کچه په فوق العاده توګه لوړه شوې ده.

د دغې ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې پخوا به هره ورځ تر سلو واګونونه لېږدېدل خو د تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې هره ورځ له یونیم سلو نیولې تر ۲۰۰ واګونونو لېږد لرو.

ښاغلی صدیقي زیاتوي، چې په دغو لېږدونو کې له منځنۍ آسیا، روسیې او نورو هېوادونو افغانستان ته بېلابېل خوراکي او نور توکي، لکه اوړه، غوړي، غنم، ساختماني توکي او اوبلن ګاز واردیږي او دغه راز له افغانستانه کاني ډبرې، کرنیز محصولات او طبي بوټي صادریږي.

افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی، چې له حیرتان بندر سربېره د تورغنډۍ له لارې هم د اورګاډو له لارې صادارت لري.