د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د یو موټر چلوونکي شخصي معلومات افشا شوي

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر د خپلې ادارې د یوه اوکرایني موټر چلونکي د شخصي معلوماتو د افشا کېدو غندنه کړې ده.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د اوکراینۍ برخې د یوه موټر چلونکي شخصي معلومات د اوکراین د پارلمان یوه پخواني غړي چې اندرې پورنوف نومېږي خپاره کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دې ادارې د نورو ژورنالیستانو په اړه به هم ورته معلومات خپاره کړي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي مشر جېمي فلاي پرون (نومبر دویمه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا کار غیر قانوني دی او پر ژورنالیستانو د هغوی د کار په خاطر فشار اچول او هغوی ته ګواښ د منلو وړ خبره نه ده.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو اوکراینۍ برخه د سکیم په نوم یو ځانګړی پروګرام خپروي چې پر اداري فساد بحث په کې کېږي.

د سکیم کارکونکي اوسمهال د اندرې پورنوف او د اوکراین د یو شمېر حکومتي چارواکو ترمنځ پر اړیکو څېړنیز رپوټ جوړوي، چې له دې امله پورنوف پرون پر ټېلېګرام د سکیم د پروګرام د کارکونکو د ډرېور شخصي معلومات خپاره کړل او ژورنالیستانو ته یې خبرداری ورکړ چې ورته کار به ورسره وکړي.

پورنوف یو مهال د او کراین د شړل شوي جمهور رئیس ویکتور یانکوویچ د دفتر رئیس هم و.

یانکوویچ د ۲۰۱۴ میلادی کال په فبرورۍ کې روسیې ته وتښتېد.