ټاکنو کمېسیون ته د رأی ورکونکو د بیومټریک معلوماتو د تصفیې راپور رسېدلی

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي، د بیومټریک معلوماتو پر اساس ۸۶۲۲۶ رایې معیاري نه دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې د رایو ورکونکو د بیومټریک معلوماتو د تصفیې رپوټ ورته رسېدلی دی.

د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ پرون وویل چې له یو میلیون او ۹ سوه او ۲۹ زره او ۳۳۳ رایې ورکونکو چې د بیومټریک معلوماتو پر اساس یې رایې اچولي، د یو میلیون او ۸۴۳ زره او ۱۰۷ تنو رایې د اعتبار وړ دي.

اغلې نورستانۍ ویلي، پاتې معلومات د ټاکلي معیار خلاف بلل شوي دي.

د هغې په وینا د بیومټریک معلوماتو پر اساس ۸۶۲۲۶ رایې معیاري نه دي او د غیرمعیاري رایو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي خو دا د ټاکنو د پایلو په اړه په بحثونو کې یوه لانجمنه مسئله ده.

د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټېمبر په ۲۸مه ترسره شوې وې.

د رایو ورکونکو بیومټریک معلومات د تصفیې لپاره د درملوګ په نوم جرمني شرکت ته ورکړ شوي وو.