په پکتیا کې د پولیسو او طالبانو په نښته کې ۲ طالبان وژل شوي

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې.

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ په شګي سیمه کې وسله والو مخالفینو د سیمه ییزو پولیسو د یوه سرګروپ په کور برید کړی چې درې تنه سیمه ییز پولیس پکې ټپیان شوي دي.

د پکتیا پولیسو ویاند سردارولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو په برید کې یوه مېرمن او د هغې ځوی هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.