په پکتیکا کې ماین چاودنې اووه ملکیان وژلي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار د دې ولایت د سر روضې ولسوالۍ اړوند د سلطانو په سیمه کې د عامو خلکو په یوه موټر چاودنه شوې، چې اووه تنه پکې وژل شوي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې ماین په عامه لاره کې ځای پرځای شوی و، چې د عامو خلکو یو سراچه ډوله موټر پرې ور برابر شوی، چې څلور تنه پکې د یوې کورنۍ غړي دي.

ښاغلی ارین وایي، یاد ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی، خو د وسله والو طالبانو ویاند تر اوسه په دې اړه رسنیو ته کوم څه نه دي ویلي.