د امريکا متحدو ايالتونو پر روسيې تور ولګاوه چې په چيلي کې یې شخړو ته لمن وهلې.
په چيلي کې د وروستيو ورځو په اعتراضونو او ناکراريو کې تر ٢٠ زيات کسان وژل شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړرتبه چارواکي پرون وويل: "څرګندې نښې شته چې ځيني کسان د ټولنيزو رسنيو په استفادې او ناوړه استفادې سره هڅه کوي چې دغه ناکرارۍ منحرفې کړي."
د دغه چارواکي په خبره، موږ داسې نښې نښانې ليدلي چې روسيه د بحث د منفي بهير ملاتړ کوي.
دغه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، زياته کړې چې مسکو په جنوبي امريکا کې د خپل نفوذ د پراخېدو لپاره خپل اقدامات زيات کړي چې ډېر لږ مثبت اړخونه لري.
تر دې مخکې روسيې د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې موضوع رد کړې ده.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د چيلي د اساسي قانون، ډموکراسۍ او ټولنې د کمزوري کولو لپاره بهرنۍ هڅې غندلې وې.
د ولسمشر سيبستيان پينيرا د حکومت پرضد پراخو اعتراضونو چيلي ځپلې ده.