د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې زرګونه کسان په اعتراض راوتلي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د يوه تُندلاري مذهبي ګوند زرګونه غړي په اعتراض راوتلي دي.

دوى د اقتصادي ستونزو له کبله د صدراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه کوي.

د جمعيت علماى اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د ازادۍ د مارش په نوم دغه لاريون تېره يکشنبه له کراچۍ ښاره پيل کړ.

مظاهره چيان تېره شپه ناوخته په حکومت ضد اعتراض کې د راغونډېدو لپاره په بس موټرو، بايسکلونو او شخصي موټرو کې اسلام ته رسېدلي دي.

په اسلام اباد کې د ازادۍ مارش ته په خپله وينا کې د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وويل: "له کله چې د عمران خان حکومت راغلى، نو د هېواد د ولس وژنه يې پيل کړې ده، ماليه يې لوړه کړله چې د ولس تر څنګ سوداګر له سختو ستونزو سره مخامخ دي، صدراعظم ته دا پيغام ورسول شو چې بايد خپل کور ته ستون شي."

د پاکستان چارواکو په اسلام اباد کې سرې ساحې ته چې دولتي دفترونه، پارلمان او بهرني سفارتونه په کې دي، د لاريونوالو د ننوتلو د مخنيوي لپاره پر عمده سړکونو پوليس او ملېشه ځواکونه ګمارلي او کانټينرونه يې ځاى پر ځاى کړي دي.