برېښنا شرکت: خلک باید د بې برقۍ د ستونزې د حل لپاره همکاري وکړي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، خلک باید د بې برقۍ د ستونزې د حل لپاره همکاري ورسره وکړي.

د دې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي پرون د اکټوبر په ۳۱مه ازادي راډيو ته وویل چې که خلک له عام المنفعه پروژو په ساتنه کې مرسته ورسره ونه کړي، د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه نه شي حل کېدلی.

وحیدالله توحیدي وویل: "که وګړي یا ډلې د خپلو ګټو لپاره د برېښنا ستنې الوځوي، نو واضح ده چې دا ستونزه نه شي حل کېدلی."

ناڅرګندو وسله والو کسانو د اکټوبر د اتمې په ماښام د جنوبي سالګ د تنګي اجان په سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په ماین والوځوله.

له دې امله د برېښنا شرکت ته څه باندې شپږ ميلیونه افغانۍ تاوان ورسېد او څو ورځې کابل او ۱۱ ولایتونو ته د وارداتي برېښنا جریان پرې و.

د برېښنا شرکت ویاند وویل چې په دې پېښه کې د سیمې د یو شمېر اوباشو وګړو لاس و.