ناټو د اوکراین له ختیځه د اوکرایني ځواکونو او روسیه پلوو جنګیالیو د وتلو هرکلی کړی

د ناټو عمومي منشي د اوکراین په بندري ښار ادېسه کې خبریالانوته وویل، ناټو په زغرده وايي چې روسیه ځانګړی مسئولیت لري چې خپل ټول ځواکونه او پوځي مامورین له ختيځ اوکراینه وباسي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین په ختیځ کې د جګړې له لومړۍ کرښې د اوکرایني ځواکونو او د روسیه پلوو بېلتون غوښتونکو د وتلو هرکلی وکړ.

دواړو خواوو پرون د لوهانسک په سیمه کې د جګړې له کرښې د شاته کېدو بهیر پېل کړی دی.

ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې مسکو هم خپل ټول ځواکونه د اوکراین له ختيځه وباسي.

د ناټو عمومي منشي پرون د اکټوبر په ۳۰مه، د اوکراین په بندري ښار ادېسه کې خبریالانوته وویل: "ناټو په زغرده وايي چې روسیه ځانګړی مسئولیت لري چې خپل ټول ځواکونه او پوځي مامورین له ختيځ اوکراینه وباسي او د اوکراین د ختيځ له بې ثباته کولو لاس واخلي."

د اوکراین دولتي ځواکونه د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپرېل له میاشتې راهیسې په دوو ختيځو ښارونو، لوهانسک او دونتسک کې د هغو بېلتون غوښتونکو پر ضد جنګېږي چې روسیه یې ملاتړ کوي.

د اوکراین په ختيځ کې د جګړې له امله تر ۱۳۰۰۰ زیات وګړي وژل شوي دي.