د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت کې دولتي سرچینې په هسکه مېنه او مومندره ولسوالیو کې د دولت نهو وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبره کوي.
د ننګرهار د والي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، دغه مخالفین د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې تېره ورځ پنځه داعش اورپکي وژل شوي او څلور طالبان ټپیان شوي دي.
تراوسه دغو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار د والي دفتر ویلي په دغو هوايي بریدونو کې یو ملکي وګړی چې د لوګر اوسېدونکی دی هم وژل شوی دی.