پوځي چارواکي ارزګان او زابل کې د لسګونه وسله‌والو د وژلو ادعا کوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې زابل ولایت

د افغانستان په جنوب کې پوځي چارواکي په زابل او ارزګان کې د فاتح په نوم پوځي عملياتو کې د پرمختګ خبره کوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي ازادي راديو ته وويل، د افغانستان ګډو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د زابل په نوبهار، شينکۍ او د ارزګان په ګېزاب ولسواليو کې د وسله‌والو پر پټنځايونو او مرکزونو ځمکني او هوایي بريدونه کړي دي.

د علوي په خبره په زابل کې ۴۷ وسله‌وال وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

د هغه په خبره د ارزګان په ګېزاب کې هم ۱۱ مخالفين له‌منځه وړل شوي دي.

د دولت مخالفانو تر اوسه د فاتح عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.